True love.Eshq..عشق

Eshq..عشق
 


True love is the very amazing thing in this world.if you are a good and true lover so it means you are a good human in this world.Because a true love can achieve everything in the love world.True love can make your life very sweet and soft.So, you do love everyone but true.So, enjoy my true love poetry.

عشق د يو داسې احساس نوم دى. چې په چا کښې دا ښکله پيدا شي. نوزما په خيال هغه په دواړه جهانه کامياب دې.خو چې عشق حقيقي وي.حقيقي عشق نه مراد زما دا دى.که انسان الله او رسول سره عشق کوي او که يو بنده سره.خوچې عشق کښې ېې اخلاص وي.خودغراضي نه.د هغه په مينه کښې صرف د الله رضا وي.بيا اوګوره چې دى د الله په نيز کوم مقام ته رسي.دنيا به هم د ده وي او آخرت به ېې هم ښايسته وي.عشق خو يو داسې علم دى.چې هم به د دنيا په حقيقت پوې شې او هم د عقبا.عشق د مينې انتها ته وايي.مينه چې لېونتوب ته وراسي نو عشق ترې جوړ شي.عشق د خپله زانه نه کيږي.دا خو د پسرلي يو ښايسته او يخه هوا ده.چې په چا راغله ده هغه وجود او روح د ګلونو يو هار شو.او د هار چې د چا په غاړه پرېوزي.
هغه به څومره خوش قسمته وي.عشق انسان کښې انسانيت را ولي.عشق حيوان سره هم د مينې درس ورکوي.الله دې د عشق رنړه په دې ټوله دنيا خواره کړي.بيا به دا دنيا هم د جنت نظاره ورکوي.مينه او عشق په هر چا کښې وي خو څوک پرې پوهيږي او څوک پرې نه،څوک ېې قدر کوي او څوک ېې بېقدري.
              زما يو خپل غزل دى.اميد لرم چې ستاسو زړه ته به نزدې شي.
            عاشقي ده ډېره ګرانه ستا د وس خبرې نه دي
            په دې پوې شه اې نادانه ستا د وس خبرې نه دي
           چې دې پرېښوم نيمه لار کښې تانه هېس ګله مند نه يم
           دا دستور دې د پخوانه ستا د وس خبرې نه دي
           خپلو سترګو ته دې وايا چې نور نه راته راګوري
           زړه دې صبر که لمانه ستا د وس خبرې نه دي
           ته د عشق په زېر او زبر نه پوهېږې اې دلبره
           دا قيصه د ډېره ګرانه ستا د وس خبرې نه دي
           زه شفيق په دې ښه پوې يم ستا الفت ما سره نه شي
           وا زما ماشوم جانانه ستا د وس خبرې نه دي
            .................................












Comments

Popular posts from this blog

Enjoy amazing pashtun food.

A beautiful Pashtun Culture Hujra

Beautiful Pashto Singer Gul Panra